د اسرائیل وزیراعظم به ډير زر د روسيې اولس مشر سره ملاقات وكړي

مقبوضه بیت المقدس 07 فروری (اے پی پی) د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیتن یاهو به ډير زر د روسيې اولس مشر ولادی میر پیوټن سره ملاقات وكړي۔ د المان د خپرونو ادارې له مخې نیتن یاهو اعلان كړې چې په 21 فروری به د اولس مشر پیوټن سره ملاقات كوم۔ ده ووئيل د روسيې اولس مشر سره په خبرو اترو كښې سوريه كښې د ایران په زيات شويواثر او رسوخو خبره كولې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې تيره اوونۍ كښې نیتن یاهو یروشلم كښې د روسيې يو پلاوي سره ملاقات كړې ؤ۔ په دې مهال د دواړه هېوادونو ترمينځه د سلامتیا چارې ښه كولو ته سلا شوې وه