
واشنګټن 06 فروری (اے پی پی) د امریكې اولس مشر ډونالډ ټرمپ وئيلي دي وخت راغلې چې د سیاسی سوچ نه ځانله د اتحاد او مرستې په بنیاد د هېواد ګټې لپاره قانون سازی وكړې شي او جنګونه ختم كړې شي او خپل قیمتی وسائل د هېواد په پرمختګ خرڅ كړې شي او د هېواد پرمختګ لا تند كړې شي۔د امریكې نشریاتی ادارې له مخې د نهې په شپه سټیټ آف دی یونین ته خطاب كښې ده ووئيل هېواد يو بحرانی صورت حال سره مخ دے ، په كوم جې قابو موندلو ته اړتيا ده۔ده ووئيل حاجت د دې خبرې دے چې هېواد غیر قانونی امیګریشن څخه خلاص كړو او ښه قانون سازی وكړو۔ اولس مشر ډیموكریټ ګوند ته غږ وكړو چې په دې لړ كښې د انتظامیې سره مرسته وكړي۔ ده د معاشی پرمختګ ذكر كولو سره ووئيل د بې روزګارۍ شميره په لاندې كچه ده۔ده ووئيل وخت راغلې چې جنګونه ختم كړې شي او خپل قیمتی وسائل د هېواد په پرمختګ خرڅ كړې شي۔ اولس مشر ووئيل زمونږ ایجنډا دا ده چې د كوم يو ګوند حكومت نه وي ، بلكه ټول پھ ګډه د امریكائي اولس ګټې له كار وكړو۔ده ووئيل عراق او سوريه كښې داعش قابو كړې شوې۔ټرمپ اعلان وكړو چې په 27 او 28 فروری به د شمالی كوریا اولس مشر كم جانګ نګ سره ویتنام كښې ملاقات كوم۔ اولس مشر ووئيل د تيرو 15 مياشتو پھ مهال شمالی كوریا د توغندي كومه تجربه نه ده كړې، ده ووئيل كم جونګ ان سره نزدې اړيكې لرو،د كومې چې به امریكې ته ګټه ورسي۔ د ایران په اړه اولس مشر ټرمپ ووئيل هغه يو سركردہ ، قدامت خوښې او ترهه ګر هېواد دے، كوم چې د امریكې په ضد غږونه پورته كوي او د یهودیانو د نسل كشۍ خبرې كوي۔ اولس مشر ووئيل مونږ نه يواځې د ایران سره كړې ناسمه نړيوالې جوهری لوظنامې څخه جلا شوې يو بلكه د ایران په ضد مو سخت بنديزونه لګولې۔ډونلډ ټرمپ ووئيل مونږ به په سوريه او افغانستان كښې روان جنګ كښې د مداخلت ختمولو په منصوبو كار روان ساتو،ده ووئيل لوئ قامونه نه ختميدونكې جنګونه نه كوي۔ د افغانستان په اړھ ده ووئيل افغانستان كښې د امريكې 7000 عسكرو قرباني وركړې٬ دغسې مينځني ختيز كښې د دوو لسيزو راهسې په روان جنګ 7 كھربه امریكائي ډالره خرچ شوې۔د افغانستان په اړھ ده ووئيل د دوه لسيزو راهسې روان جنګ نه پس اوس وخت راغلې چې د خبرو اترو د لارې مسئلې حل كړو ، د كومو لپاره چې كار روان دے