هندي پوځ مقبوضه كشمير كښې د زور ٬ ظلم او زياتي انتها كړې۔ كشمير كښې د هڅو تحريك اوس د منځه اوړلې كېدې نه شي۔ د كشمير معامله هند جوړولې نه شي۔ په مقبوضه كشمير كښې په تش لاسې وګړو ګولۍ ورولو سره د هند تش د نامې جمهوريت په ډاګه كېږي۔ اول هند په كشمير قبضه وكړه او اوس د كشمير بيانيې هند قابو كړې دې۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د كشمير يووالې ورځې په لړ كښې سيمينار ته خطاب

اسلام آباد ۔ 5 فروری (اے پی پی) هندي پوځ مقبوضه كشمير كښې د زور ٬ ظلم او زياتي انتها كړې۔ كشمير كښې د هڅو تحريك اوس د منځه اوړلې كېدې نه شي۔ د كشمير معامله هند جوړولې نه شي۔ په مقبوضه كشمير كښې په تش لاسې وګړو ګولۍ ورولو سره د هند تش د نامې جمهوريت په ډاګه كېږي۔ اول هند په كشمير قبضه وكړه او اوس د كشمير بيانيې هند قابو كړې دې۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د كشمير يووالي ورځې په لړ كښې شوي سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل كشمير او كشميري اولس سره مونږ د وينې خپلولي لرو۔ زمونږ غم دړد يو دے۔ په كشمير چې كله هم سخت وخت راغلې تر ټولو اول ئې دړد پاكستان محسوس كړې۔ د كال 1990ء څخه وروستو د كشمير د آزادۍ هڅو كښې تندوالې رامخې ته شوې دې۔ هند مقبوضه كشمير په پوځي چھاونۍ كښې بدل كړې۔ په مقبوضه كشمير كښې په كشمير 10 هندي عسكر مامور كړې شوي دي۔ د دې نتيجه به ضرور كركه وي۔ ده ووئيل د محبوبه مفتی په ډول كشميري لارښود كوم چې په روايتي توګه د پاكستان ملاټر نه كوي هغه هم په دې مجبور دي چې د كشمير معامله هند سنبھالولې نه شي۔ ده ووئيل په كشمير كښې په تش لاسې وګړو ګولو ورولو سره د هند تش د نامې جمهوريت په ډاګه كېږي۔ ده ووئيل په كشمير كښې روانو ظلمو څخه سترګې پټولې نه شو۔ د پاكستان پوځي او سياسي مشرتابه د دواړو هېوادونو ترمينځھ اړيكې معمول ته راوستلو له تياره ده۔ بياهم په كشمير د خبرو نه غېر د تعلقاتو د معمول ترمخه كېدل ممكن نه دي۔ ده ووئيل د پاكستان او هند ترمينځھ د كارګل په شمول 4 جنګونه شوي دي۔ ده ووئيل كه د جنګ د لارې معاملې هوارېږي نو مونږ يو بل جنګ كولو ته هم تيار يو۔ وفاقي وزير ووئيل پاك پوځ د نړۍ تر ټولو غوره پوځ دے او دې كاميابۍ سره د ترھګرۍ په ضد جنګ كړې دې۔ ده ووئيل پاكستان او هند دوه اتومي هېوادونه دي او جنګ سره به هېڅ بچ پاتې نه شي۔ ده ووئيل مونږ سره بل آپشن مذاكرات دي۔ هند دې پراخا زړه سره مذاكراتو ته راشي او په ګډه به ددې مسئلې حل ولټوو۔ دې مقصد لپاره به هند له خپل سوچ بدلول وي او دې له به كشمير يوه سيمه نه بلكې كشميري اولس انسانان ګڼل وي۔ ده ووئيل د كشميريانو د آزادۍ هڅې كال 1947ء څخه روانې دي۔ ده وئيل هند له به مقبوضه كشمير كښې آرمډ فورسز سپېشل اېکټ معطل كولو سره حالات د معمول لمخې كول وي۔ ده ووئيل د كشمير مسئله به د كشميري اولس د خوښې ترمخه هوارېږي