لندن ۔ 5 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان د جموں وكشمير مسئلې يو فريق دې۔ د بشري حقونو په ضد د هندي خلاف ورزيو پلټنيو له دې زر تر زره يو كمېشن جوړ كړې شي۔ مقبوضه كشمير كښې د انسانيت وينه بهېږي۔ وادي سوزي۔ خلق ويرې اخستلې دي۔ هند د كشمير يو پوره نسل ولې وژني۔ ملګرو ملتونو هم د بشري حقونو په خلاف ورزيو راپور جاري كړې دې۔ هند د اېل او سي دواړو اړخونو ته عام وګړي په نښه كوي۔ مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو په ضد هند كښې هم غږ پورته كېږي۔ د لكھونو په شمېر كشميري وګړو وينه به بې ځايه نه ځي۔ د هند په ظلمونو نړيواله خاموشي بايد ختمه شي۔ زه باور لرم چې كشميريانو ته د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدو ورځ نزدې ده۔ ده تېره ورځ برطانوي پارلمان كښې د آل پارټیز پارلیمانی ګروپ ترسېوري لاندې نړيوال كشمير كنفرنس ته خطاب كولو۔ خارجه چارو لپاره د سېنېټ سټېنډنګ كمېټۍ غړو د سناتور مشاهد حسېن سيد په مشرۍ كښې پاكستاني پلاوي او ګڼ شمېر برطانيې پارلماني غړو كنفرنس كښې ګډون وكړو۔ خارجه وزير د كنفرنس په كولو د آل پارټيز پارلماني ګروب چيئرمېن مننه وكړه۔ ده ووئيل پارلماني ډلې مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو خلاف ورزۍ په ډاګه كولو ٬ د هند لخوا د لګولې شوې تورو قوانينو په ختمولو٬ په پېلټ ګنز د بندېز په لګولو ٬ د زندانونو معائنې لپاره په پرانستلو او د نامعلومه قبرونو شناخت كولو په ډول مهمو نكتو زور راوړې دې۔ ده ووئيل د يو جمهوريت خوښي انسان كېدو لامله په خپل ذاتي حېثيت كښې د كشميريي اولس د خپلواكۍ حق ملاتړ كوؤنكې او د يو داسې هېواد خارجه وزير يم كوم چې د اول نه د كشمير مسئلې يو فريق راروان دے۔ مونږ د آزادۍ غوښتونكو سره د يو والي څرګندونې له جمع شوي يو كوم چې جبر او استبداد زغملو سره خپل حق لپاره پرله پسې هڅې كوي۔ ده ووئيل د نن نه 70 كاله آګاهو كله چې ملګري ملتونه د يوې نړيوالې ادارې په توګه رامخې ته شوه او بنيادي بشري حقونه ددې په چارټر كښې شامل كړې شول او هم ددغې چارټر د لارې ټولو انسانانو ته د ژوند كولو بنيادي حق وركولو او د دې د خيال ساتلو وعده وكړې شوه۔ د كال 2009ء راپور ترمخه مقبوضه کشمیر كښې د سوؤنو په شمېر نامعلومه قبرونه په ګوته كړې شول ولې ددې پلټنې ونه كړې شوې۔ د سوؤنو په شمېر مېرمنو بې حرمتي وكړې شوه ولې كومه كارروائي ونه شوه۔ د كوم بنيادي حقونو ترمخه په بې ګناه كوچنيانو د پېلټ ګنز كارول جائز ګڼلې شي۔ پاكستان ددې جرمنو پلټنيو له د كمېشن آف انكوائري غوښتنې بشپړه ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د ظلم شپه كه هر څومره وږده وي رڼا ضروري راځي۔ د كشميري اولس هڅې به بې ځايه نه ځي۔ په دې مهال سناتور ډاكټر آصف كرماني هم د خارجه وزير د خطاب توثيق كولو سره ووئيل كشميريان په زور د خپل حق څخه څوك محرومولې نه شي۔ سناتورې شېري رحمن ووئيل مونږ كشميري وروڼو خوېندو سره د يو والي څرګندونې له راغلې يو۔ دې ووئيل هند ته بايد معلومه شي چې كشميرې اولس په دې جنګ كښې يواځې نه دې۔ ټوله نړۍ په كشميري اولس روانو ظلمونو ته ګوري۔ د برطانوي پارلمان غړي بريډ فورډ مسټر عمران ووئيل د خارجه وزير شاه محمود قرېشي جذبات د ستائنې وړ دي۔ كشميرې اولس د خپلواكۍ خپل پېدائشي حق غوښتنه كوي او دوئي دې څخه په زور څوك محروم كولې نه شي