
کابل 04 فروري (اے پي پي) افغان طالبانو د دې خبرې تصديق كړې چې مونږ به دروسيې پايه تخت ماسكو كښې (نن) د نهې په ورځ په كېدونكې انټرا افغان امن خبرو اترو كښې ګډون كوو۔ د امریکائي ميډيا له مخې په دې خبرو كښې د پخواني اولس مشر حامد كرزئۍ سره قبائيلي مشران او د نور مشرانو د ګډون هيله ده ٬ خو په دې خبرو كښې به د كابل حكومت يو نمائنده هم ګډون نه كوي۔ اولس مشر اشرف غني په دې ملاقات تنقيد كړې۔ د اولس مشر اشرف غني خاص سلاحكار فاضل فاضلي خپل يو ټوئټ كښې وئيلي دي په خبرو اترو كښې ګډون كوٶنكي د مخالفې ډلې افغان مشران په اصليت كښې د اقتدار وږي دي٬ او دا خبره د افسوس وړ ده چې طالبان د كابل حكومت نمائندګانو سره خبرو كولو ته چمتو نه دي۔ قطر كښې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين د دې خبرې تصديق كړې چې شېر محمد عباس ستانكزئۍ په مشرۍ كښې د طالبانو لس كسيزه پلاوې به د ماسكو په خبرو اترو كښې ګډون كوي۔ د ماسكو په جرګه كښې د افغان مشرانو شمېره 38 ده چې پكښې دوه صدارتي كانديدان هم شامل دي چې پكښې د اوسني اولسمشر اشرف غني امنيتي سلاحكار حنیف اتمار هم شامل دے چا چې اولس مشر سره د اختلافاتو له امله څه موده وړاندې د خپلې چوكۍ څخه استعفٰې وركړې وه۔ حامد کرزئۍ خپل ټٶئټ كښې وئيلي دي زه ټولو افغانانو لپاره د امن ٬ا تحاد٬ خپلواكه او د پرمختګ پېغام سره ماسكو ته روان يم ۔ د افغانستان چيف اېګزیکټو عبداللہ عبداللہ خپل يو بيان كښې وئيلي دي كه د ماسكو مذاكراتو څخه د رښتنې امن خبرو اترو لپاره لار هواره شي نو دا به يو مثبت پېشرفت وي۔ د روسیې حكومت لخوا د جاري شوي بيان له مخئ د دې خبرو اهتمام په روسيه كښې مېشته د افغانانو تنظيم كونسل آف افغان سوسائټي كړې ٬ بيان كښې زياته كړې شوې دا خبرو په مهال د امريكې نمائنده زلمے خلیل زاد د امن هلو ځلو له مخې د ډز بندۍ او په نورو يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د طالبانو لخوا جاري بيان كښې وئيلي شوي د ماسكو مذاكرات افغان سياسي مشرانو سره د تفاهم نوې لارې پرانستلې شي او طالبانو ته به د خپل درېځ د وضاحت موقع په لاس ورشي