سنچورين 04 فروري (اے پي پي) د پاكستان او سوئيلي افريقې د كركټ لوبډلو ترمېنځه دريم او وروستې ټي ټونټي نړيوال مېچ به ﴿سبا﴾ د شورو په ورځ په سنچورين كښې كېږي۔ د سوئيلي افريقې كوربه لوبډلې د درې مېچونو په دې سېريز كښې وړومبي دوه مېچونه ګټلي دي۔ د دې څخه وړاندې د سوئيلي افريقې لوبډلې پاكستانې لوبډلې ته د ټېسټ مېچونو په سېريز كښې هم ماتې وركړې وه۔ دغسې د پنځو يو ورځنو مېچونو په سېريز كښې ئې د دوه په مقابله كښې درې مېچونه ګټلي وو