په هند كښې د رېل ګاډي په پېښه كښې 7 كسان مړه او 29 ژوبل شوي دي

نوې ډيلې 03 فروري (اے پي پي) په هند كښې د رېل ګاډي په پېښه كښې 7 كسان مړه شوي دي۔ د خبر له مخې دا پېښه د اتوار په سهار د بهار ايالت په سرښار پټنه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د پټلې خرابې له امله رېل ګاډې د پټلې نه كوز شو۔ په پېښه كښې 7 كسان مړه او 29 ژوبل شوي دي۔ ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي۔