د آسټراليا لوبغاړي عثمان خواجه د سري لنكا په ضد په وروستي ټېسټ مېچ كښې سنچري پوره كړه

كېبرا 03 فروري (اے پي پي) د آسټراليا لوبغاړي عثمان خواجه د سري لنكا په ضد په وروستي ټېسټ مېچ كښې سنچري پوره كړه۔ عثمان خواجه د سري لنكا په ضد د وروستې ټېسټ مېچ په دويم اننګز كښې غوره لوبه كولو سره سنچري پوره كړه۔ دا د ده اتمه سنچري ده۔ عثمان خواجه په دې اننګز كښې 101 منډې جوړې كړې۔