سرينګر 03 فروري (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي پوليسو د هندي وزيراعظم نرېندر مودي د دورې په مهال د جمو و كشمير لېبرېشن فرنټ چيئرمېن محمد ياسين ملك ګرفتار كړو۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې محمد ياسين ملك د سرينګر په مائسمه سيمه كښې په كور د چاپې وهلو په مهال ګرفتار كړے شوے او هغه په كوټي باغ پوليس سټېشن كښې نظر بند كړے شو۔ قابض انتظاميې د حريت نور مشران هم نظر بند كړي دي چې دغسې دوي د هند په ضد د مظاهرو مشري ونه كړې شي۔ د مودي د دورې په مهال په مقبوضه كشمير كښې په مكمل توګه هړتال شوے۔