د نائجېريا د نائب اولس مشر چورلكه د فني خرابې له امله په بيړنې توګه كوزه كړې شوه

ابوجا 03 فرروي (اے پي پي) د نائجېريا د نائب اولس مشر چورلكه د فني خرابې له امله په بيړنې توګه كوزه كړې شوې٬ په پېښه كښې نائب اولس مشر او عمله بچ شوې۔ د نائجېريا د نائب اولس مشر وياند لاولو اكاندي په ټويټر په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د نائب اولس مشر چورلكه په كوجي ايالت كښې د فني خرابې له امله په بېړنې توګه كوزه كړې شوې خو نائب اولس مشر او عمله بچ شوے۔ په پېښه كښې چورلكې ته زيان رسېدلې۔ ده ووئيل چې د الله شكر دے چې په پېښه كښې كوم ځاني زيان نه دې شوے۔