د اېراني انقلاب په څلوېښت كاله پوره كېدو اېران نوې مېزائيل لانچ كړو

تهران 02 فرروي (اے پی پی) د اېران د كال 1979 د انقلاب په څلوېښت كاله پوره كېدو اېران نوې كروز مېزائيل لانچ كړو۔ د اېرانې مېډيا له مخې دا نوې مېزائيل تر 1300 كلوميټره پورې د خپل هدف په نښه كولو صلاحيت لري۔ په دې موقع د اېران د دفاع وزير امير حاتمي دا هم ووئيل چې ميزائيل ډېر لوړ پرواز هم كولې شي او د دې په تيارولو كښې وخت هم كم پكار وي۔ تراوسه دا نه ده معلومه شوې چې د واشنګټن لخوا به په دې كوم ډول غبرګون راځي۔