په تركيه كښې د سېلګرو شمېره 21 فيصده زياته شوې

انقره 02 فرروي (اے پی پی) د تركيې د سېلګرې وزارت وئيلي دي چې د كال 2018م په مهال 40 لكه غېر ملكي سېلګرو د تركيې دوره كړې۔ د تركيې د سېلګرې وزارت په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د تېر كال په مقابله كښې د غېر ملكي سېلګرو شمېره 21 فيصده زياته شوې۔ تركيې تېر كال د سېلګرې په مد كښې تقريبا 12 فيصده اضافې سره 29.5 اربه ډالر ترلاسه كړي وو۔