ملګري ملتونه 02 فرروي (اے پی پی) د ملګرو ملتونو ادارې يونيسف وئيلي دي چې د يمن په جنګ كښې تر اوسه 6700 ماشومان مړه او ژوبل شوي دي۔ د ارنا راپور له مخې يونيسف 3 لكه 85 يمني ماشومانو ته د سم خوراك نه رسېدو په پلو اشاره كولو سره وئيلي دي چې دې ماشومانو ته په سمدستي توګه د طبي مرستې ضرورت دے۔ د ملګرو ملتونو دې ادارې په يمن د بريدونو بندولو غوښتنه كولو سره وئيلي دي چې بايد ماشومان په نښه نه كړې شي۔ يونيسف په عراق٬ سوريه او يمن كښې ماشومانو لپاره د بدتره حالاتو ذكر كولو سره وئيلي دي چې د دې هېوادونو د ماشومانو ملاتړ لپاره د 3 اربه 90 كروړه بجټ ته ضرورت لري۔