په مقبوضه كشمير كښې قابض انتظاميې د حريت فور چيئرمېن مير واعظ عمر فاروق نظر بند كړو

سرينګر 02 فرروي (اے پی پی) په مقبوضه كشمير كښې قابض انتظاميې د حريت فور چيئرمېن مير واعظ عمر فاروق ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د هندي وزيراعظم نرېندر مودي لخوا د مقبوضه سيمې د دورې په مهال د احتجاجي مظاهرو د مشري كولو نه منع كولو لپاره په خپل كور كښې نظر بند كړے۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې مېرواعظ عمر فاروق په خپل يو ټويټ كښې وئيلي دي چې قابض انتظاميې د هندي وزيراعظم د دورې نه وړاندې په سرينګر او نورو سيمو كښې د يرولو كارروائې زياتې كړې دي۔ ده ووئيل چې د سرينګر په لال چوك كښې د محاصرې او لټون كارروائې شوې دي او هغه د خالي په سهار په كور كښې نظر بند كړے شوے۔