د هندي د وزيراعظم د دورې په ضد به ﴿نن﴾ په ټوله مقبوضه سيمه كښې هړتال كولې شي

سرينګر 02 فرروي (اے پی پی) په مقبوضه كشمير كښې قابض انتظاميې د نرېندر مودي د دورې نه وړاندې د امنيت سخت اقدامات وكړل٬ د هندي د وزيراعظم د دورې په ضد به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په ټوله مقبوضه سيمه كښې هړتال كولې شي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د هند وزيراعظم نرېندر مودي به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د مقبوضه سيمې دوره كوي۔ قابض انتظاميې په سرينګر٬ جمو او نورو سيمو كښې په لويه شمېره هندي عسكر او پوليس اهلكار په ځائ كړي دي۔ د سيد علي ګېلاني٬ مېرواعظ عمر فاروق او محمد ياسين ملك پشمول د حريت مشرانو د هندي وزيراعظم د دورې په ضد ﴿نن﴾ په ټوله مقبوضه سيمه كښې د مكمل كابندېز غږ كړے۔