ډھاکه ۔ 01 فروری(اے پی پی) بنګله دېش پریمیئر لیګ (بی پی اېل) كښې نن د خالي په ورځ دوه نور مېچونه كېږي۔ د تفصیلات ترمخه بنګله دېش كښې د روان ليګ په مهال د كركټ لوبډلو ترمينځھ خوندورې او سختې مقابلې روانې دي۔ ليګ كښې به نن د خالي په ورځ اولنې مېچ د کومیلا وکټورینز او رنګپور رائیډرزكركټ لوبډلو ترمينځھ او دوهم مېچ به د ډھاکه دائنامېټس او کھلنا ټائټنز ترمينځھ كېږي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ليګ فائنل به د فرورۍ په 8 مه نېټه كولې شي۔