جبوتي ته نزدې د كشتو اپوټه كېدو پېښه ٬ 38 كسان مړه

جبوتی 31 جنوری (اے پی پی) د افريقيائي هېواد جبوتي ساحل ته نزدې د هېواد پرېښودونكو د دوه كشتو سمندر كښې ډوبېدو پېښې په نتيجه كښې 100 څخه زيات كسان بې دركه شوي دي كومو كښې چې د 38 وګړو مړي سمندر څخه راويستلې شوي دي۔ د ملګرو ملتونو كډوالو سره د اړوندې ايجنسۍ ترمخه د جبوتي ساحل ته نزدې د هېواد پرېښودونكو كشتو سمندر كښې د ډوبېدو پېښې په نتيجه كښې 100 كسان بې دركه شوي دي كومو كښې چې د 38 مړو تصديق شوې دې او ددوئي مړي هم ترلاسه كړې شوي دي۔ د نورو كسانو لټون روان دے۔ د چارواكو ترمخه په دې كشتو كښې ناست كسانو كښې زياتره د اېتھوپيا وو او دا پېښه د سمنري طوفان لامله رامخې ته شوه۔