لاهور 30 جنوري(اے پي پي ) د وېسټ انډیز ویمن كركټ لوبډله د ټي ټونټي مېچونو سيريز لپاره پاكستان ته رارسېدلې ده ٬ دا لوبډله 15 كاله پس د دبئۍ نه كراچۍ ته رارسېدلې ده ۔ د كراچۍ په هوائي مېدان د پي سي بي وېمن ونګ چارواكو د لوبډلې هركلے وكړو۔ د ویسډ انډیز كركټ لوبډلې مشري میریسا اېګیولیرا او د پاكستانۍ لوبدلې مشري بسمه معرف كوي۔ د دواړو لوبډلو مشران به د ټرافۍ د مخ كتنې په دستوره كښې ګډون كوي۔ د وېسټ انډيز وېمن لوبډله په آئي سي سي ټي ټونټي رېنكنګ كښې په څلورم لمبر ده او پاكستان په اووم لمبر دے۔ د ویسټ انډیز وېمن لوبډلې دورې سره پاكستان كښې د انټرنېشنل كركټ بحالۍ پلو يو قدم دے۔ د پاکستان او وېسټ انډیز ویمن کرکټ لوبډلو ترمېنځه به وړومبې ټي ټونټي مېچ (نن) د زيارت په ورځ كېږي او دوېم مېچ به د فرورۍ په وړومبۍ نيټه او دغسې درېم مېچ به په درېمه فرورۍ كېږي۔ ټول مېچونه به په ساٶته اېنډ كلب كراچۍ كښې كېږي او په دې لړ كښې امنيت ټېنګ كړې شوې