د امريكې مينځنو او سوئيلي رياستونو كښې سخته يخني ٬ تعليمي ادارې ٬ سركاري او نجي دفترونه بند كړې شول

شکاګو ۔ 30 جنوری (اے پی پی) د امريكې ګڼ شمېر منځنو او سوئيلي رياستونو كښې د سختې يخنۍ لامله تعليمي ادارې او سركاري او نجي دفترونه بند كړې شوي۔ د امريكې د موسميات څانګې ډكوټا څخه تر اوهائيو رياستونو كښې درجه حرارت منفي 23 څخه تر منفی 40 ډګري سېنټي ګرېډ غورځېدلې او د واورې طوفان پېشنګوئي كولو سره وئيلي شوي وګړې دې د روانې سختې يخنۍ په مهال ځان فراسټ بائيټ څخه بچ كولو ته خاص پاملرنه وكړي۔ د موسميات څانګې زياته كړې په رياست مني سوټا كښې به د سختو هواګانو چلېدو لامله درجه حرارت منفي 65 محسوسېږي۔ بلخوا د يخنۍ لامله په دوو رياستونو مشي ګن او وسكونس كښې د بېړې حالت اعلان كړې شوې۔ چارواكو وګړو ته په كور دننه د پاتې كېدو سپتارښتنه كړې ده