د آسټرېليا او سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمينځھ دوهم او وروستې ټېسټ مېچ به د فرورۍ په وړومبې نېټه پېل كېږي

کېنبرا 28 جنوري (اے پي پي) د آسټرېليا او سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمينځھ دوهم او وروستې ټېسټ مېچ به د فرورۍ په وړومبې نېټه په كېنبرا كښې پېل كېږي۔ كوربه كېنګروز ته په سيريز كښې د سري لنكا په ضد د 1-0 برتری ترلاسه ده۔ کېنګروز آئی لېنډرز ته په اولني مېچ كښې د يوې اړخيزې مقابلې څخه وروستو يو اننګز او 40 منډو سره ماتې وركړې وه۔ په اولني مېچ كښې د زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كولو لامله د آسټريليا لوبغاړو مورال لوړ دے او اوس هغوي دوهم او وروستي ټېسټ مېچ ګټلو سره سيريز كښې د سري لنكا وائټ واش كولو ته سترګې په لار دي۔ بلخوا مېلمه لوبډله سري لنكا دا مېچ ګټلو سره سيريز برابرول غواړو۔ هيله ده چې مقابله به ډېره خوندوره وي