جوهانسبرګ۔ 27 جنوری (اے پی پی) د پاكستانۍ كركټ لوبډلې تېز باؤلرعثمان شنواري د سوئيلي افريقا په ضد څلورم يو ورځني مېچ كښې غوره كاركردګي د كېنسر رنځورانو په نوم كړې۔ شنواري په 7 اوورز كښې د 35 رنزونو په بدل 4 لوبغاړي آوټ كړي۔ يو بيان كښې شنواری ووئيل ننۍ ورځ د كېنسر رنځورانو لپاره ډېره مهمه ده ځكه زه په خپله ننۍ كاركردګۍ ډېر خوشحاله يم او زه دا كاركردګي د كېنسر رنځورانو په نوم كوم۔ ده وئيل زه په دې خوشحاله يم چې زما كاركردګي د خپلې لوبډلې په كار راغله۔ سباؤن كښې به مې هم هڅه وي چې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره د لوبډلې په فتوحاتو كښې كردار ترسره كړم