د نسل پرستانه جملې په وئيلو آئي سي سي په سرفراز احمد د څلورو مېچونو بندېز ولګولو په څلورم يو ورځني مېچ كښې به شعېب ملك د كپتانۍ فرض ترسره كوي

لاهور۔27 جنوری(اے پی پی ) د قومي كركټ لوبډلې سرلوبغاړې سرفراز احمد معافۍ غوښتلو هم سزا څخه بچ نه كړې شو۔ د نسل پرستانه جملې په وئيلو آئي سي سي په سرفراز احمد د څلورو مېچونو بندېز ولګولو بياهم د معافي غوښتلو لامله ده ته كمه سزا وركړې شوه۔ د سوئيلي افريقا په ضد به په څلورم يو ورځني مېچ كښې شعېب ملك د ده په ځائې د كپتانۍ فرض ترسره كوي۔ د تفصيلاتو ترمخه آئي سي سي د قومي كركټ لوبډلې په سرلوبغاړي سرفراز احمد د 2 ون ډے او 2 ټی ټونټی مېچونو بندېز لګولې دې۔ آئی سی سی د سرفراز احمد په ضد د نسل پرستانه جملو په ادا كولو كارروائي كولو سره خپل بيان كښې وئيلي دي چې پاکستانې سرلوبغاړي د ‘آئی سی سی اېنټی رېس ازم کوډ’ خلاف ورزی كړې ده۔ د قومي كركټ لوبډلې سرلوبغاړي په نسل پرستانه فقرې ادا كولو د سوئيلي افريقا تېز باؤلر فیلوک وائیو څخه معافي هم غوښتلې وه۔ كه ده دا معافي غوښتلې نه وه نو دې څخه به زياتې سزا سره مخ شوې وو۔ بلخوا سرفراز احمد له به د نسل پرستۍ په ضد تعليمي پروګرام كښې هم ګډون كول وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې آئي سي سي په كال 2012ء كښې د تعصب مخنيوي له سخت قانون معارفي كړې وو چې ترمخه ئې په اولني ځل په نسل پرستانه رويه لوبغاړې به د دوه څخه تر څلورو ټېسټ يا د محدودو اوورونو څلور څخه اتو مېچونو بندېز وي او په دوهم ځل په داسې كوؤنكي ټول عمري له بندېز لګېدې شي