د سوئيلي افريقا او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه څلورم او مهم يو ورځنې نړيوال مېچ (نن) كېږي۔ پاكستانۍ كركټ لوبډله سيريز كښې د كم بېك كولو او پروټيز د پرېكنده بريا ترلاسه كولو جوش لري۔ د سختې مقابلې امكان دې

جوهانسبرګ ۔ 26 جنوری (اے پی پی) د سوئيلي افريقا او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه څلورم او مهم يو ورځنې نړيوال مېچ (نن) د اتوار په ورځ جوهانسبرګ كښې كېږي۔ كوربه لوبډلې ته سيريز كښې د 2-1 بريا ترلاسه ده۔ پاكستانۍ كركټ لوبډلې په اولني يو ورځني مېچ كښې كوربه لوبډلې ته 5 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ ولې سوئيلي افريقې په دوهم مېچ كښې پاكستان ته هم په 5 وكټونو ماتې وركولو سره سيريز 1-1 سره برابر كړې وو۔ درېم مېچ كښې باران او قسمت د كوربه لوبډلې مرسته كوؤنكې ثابت شو او د باران لامله كوربه لوبډلې دغه مېچ د ډک ورتھ لوئس مېتھډ ترمخه 13 رنزونو سره وګټلو۔ پاكستان څلورم مېچ ګټلو سره په سيريز كښې د كم بېك كولو جوش بلخوا سوئيلي افريقا سيريز كښې د پرېكنده بريا ترلاسه كولو عزم لري۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه 5م او وروستې مېچ په 30 جنوري كولې شي