حکومت بايد د نواز شریف د صحت په حقله د هغه ذاتی معالج او كورنۍ سره پرله پسې په تماس كښې اوسي ، سناتور آصف کرمانی

اسلام آباد 22 جنوری (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود سناتور آصف کرمانی وئيلي دي حکومت بايد د پخواني وزیر اعظم محمد نواز شریف د صحت په حقله د هغه ذاتی معالج او كورنۍ سره پرله پسې په تماس كښې اوسي۔ د نهې په ورځ جاری شوې بيان كښې سناتور آصف کرمانی ووئيل د محمد نواز شریف د صحت په اړه د هغه سره ميينه لرونكې تشويش لري۔ده ووئيل محمد نواز شریف د پاکستان خذمت کړې ،د هغه د میډیکل راپور او صحت په حقله بايد د هغه ذاتی معالج او مریم نواز شریف خبر وساتلې شي