اسلام آباد ۔ 21 جنوری (اے پی پی) د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي په سركاري دوره بحرېن ته رسېدلې دے ۔ ده د بحرېن نېشنل ګارډز كمانډر او د بحرېن كوسټ ګارډ كمانډر سره ملاقاتونه كړې ۔ مناما كښې رائل بحرېن نېول فورس هېډكوارټر ته د رائل بحرېن نيوېل فورسز مشر د پاك سمندري ځواك مشر ته هركلې اووې۔ ده ته په دغه مهال په روايتي انداز كښې سلامي وړاندې كړې شوه۔ د پاك سمندري ځواك وياند ترمخه د پاك سمندري ځواك مشر د رائل بحرېن نېول فورسز كمانډر سره ملاقات كښې په پېشه ورو چارو او په بحري همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د پاك سمندري ځواك مشر د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان عزم او كاركردګۍ سره سره د پاک سمندري ځواك په ریجنل مېری ټائم سکېورټی پېټرول ګام هم رڼا واچوله۔ د پاك سمندري ځواك مشر د روان كال فرورۍ مياشت كښې د پاکستان لخوا كراچۍ كښې د ګڼو هېوادونو بحري مشق امن 19 په اړه د رائل بحرېن نېول فورس كمانډر ته بريفنګ وركړو۔ د رائل بحرین نېول فورس كمانډر منطقه كښې د بحري امن او استحكام په لړ كښې د پاك بحريه كردار او خذماتو ستائنه وكړه او د نورو ملاقاتونو په مهال د شريكې خوښې چارو په شمول په دفاعي او امنيتي همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاك سمندري ځواك مشر دا دوره به د دواړو هېوادونو د سمندري ځواكونو ترمينځھ د اړيكو مضبوطيا او استحكام له سوب وګرځي