د پاك بحریه وائس ایډمرل کلیم شوکت د کمکار کمانډ كلنې دستورې ته خطاب

اسلام آباد 21 جنوری (اے پی پی) د پاك بحریه وائس ایډمرل کلیم شوکت وئيلي دي د هېواد د سمندري پولو تحفظ لا قوي كولو له به سباؤن كښې ځينې نور نوې پلیټ فارمز د پاك بحریه پھ بيړہ كښې شاملولې شي۔ ده د پاکستان نیوی کمکار کمانډ كلنې دستورې ته خطاب کولو۔دستوره پی این ایس جوهرکراچۍ كښې وشوه۔ وائس چیف آف دی نیول اسټاف، وائس ایډمرل کلیم شوکت د دستورې مشر ميله ؤ۔ د پاك بحريه وياند له مخې دستورې ته خپل خطاب کښې ده ووئيل د هېواد د سمندري پولو تحفظ لا قوي كولو له به سباؤن كښې ځينې نور نوې پلیټ فارمز د پاك بحریه پھ بيړہ كښې شاملولې شي۔ده ووئيل دا دور د غیرروایتی جنګ دے د كومې مخنيوي له چې عمر له چمتو اوسېدل غواړي ۔ د كراچۍ کمانډر وائس ایډمرل آصف خالق مشر ميلمه ته د کوکمکار کمانډ كلنې کارکردګۍ جائزہ وړاندې كړه، مشر ميلمه بيلو څانګو كښې د ښې کارکردګۍ څرګندونه كوونكو یونټس له سندونه او شیلډز وركړل