د مذهبي چارو وزارت لخوا په سيرت النبي او نعت كتاب ليكلو مقابلې اعلان په سيرت ليكلي شويو كتابونو به 50 زره څخه تر 100 زره روپو درې انعامونه ٬ د نعت په كتابونو به 35 زره څخه تر 50 زره روپو درې انعامونه او مېرمنو لپاره د اسلامي موضوعاتو په ليكلي شوي كتابونو به 50 زره څخه تر 100 زره روبو درې انعامونه وركولې شي

اسلام آباد ۔ 20 جنوری (اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د ګرد هېواد په كچه په سيرت النبي او نعت د كتاب ليكلو مقابلې اعلان كړې دې چې ترمخه به ئې په سيرت ليكلي شويو كتابونو به 50 زره څخه تر 100 زره روپو درې انعامونه ٬ د نعت په كتابونو 35 زره څخه تر 50 زره روپو درې انعامونه او مېرمنو لپاره په اسلامي موضوعاتو ليكلي شوي …

اسلام آباد ۔ 20 جنوری (اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د ګرد هېواد په كچه په سيرت النبي او نعت د كتاب ليكلو مقابلې اعلان كړې دې چې ترمخه به ئې په سيرت ليكلي شويو كتابونو به 50 زره څخه تر 100 زره روپو درې انعامونه ٬ د نعت په كتابونو 35 زره څخه تر 50 زره روپو درې انعامونه او مېرمنو لپاره په اسلامي موضوعاتو ليكلي شوي كتابونو د 50 زره نه تر 100 زره روپو درې انعامونه وركولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت ذريعو ترمخه په سيرت النبي په سيمه ايزو ژبو كښې په ليكلې شوي كتاب به د 35 زره روپو يو انعام وركولې شي۔ په قومي ژبه كښې كوچنيانو لپاره په سيرت النبي ليكلي شوي كتاب به 30 زره څخه تر 50 زره روپو درې انعامونه ٬ په عربۍ او انګرېزۍ كښې په ليكلي شوي كتاب به 40 زره څخه تر 75 زره روپو درې انعامونه وركولې شي۔ په سيرت او نعت د رسالې يا مجلې په ليكلو به 20 زره څخه تر 30 زره روپو درې نقد انعامونه وركولې شي۔ مقابله كښې ګډون له كتابونه به د روان كال مارچ مياشتې تر 29 مې نېټې د مذهبي چارو وزارت ته لېږل لازمي وي

مزید خبریں