جهلم۔ 20 جنوری (اے پی پی)كنټرېكټ ملازمينو لپاره ښه خبر دا دې چې د كنټرېكټ ملازم په مړينه به د ده كورنۍ ته د ريټائرمنټ ترعمر ټوله تنخا وركولې شي۔ تنخا سره سره به كلنه اضافه هم وركولې شي۔ د پنجاب فنانس ډيپارټمنټ مراسله جاري كړې۔ د تفصیلاتو ترمخه د پنجاب حكومت د كنټرېكټ ملازمينو لپاره لويه پرېكړه رامخې ته شوې ده۔ د كنټرېكټ سروس په مهال د ملازمينو د حق رسېدو په صورت كښې قانون كښې بدلون شوې دې۔ د كنټرېكټ ملازم په مړينه به د ده كورنۍ ته د ريټائرمنټ تر عمر ټوله تنخا وركولې شي۔ تنخا سره سره به كلنه اضافه هم وركولې شي۔ د خزانې څانګې مراسله جاري كړې ده۔ د اپوائنټمنټ پالیسی 2004 ترمخه بھرتي شوي ملازمين به هم دې بدلون څخه استفاده كولې شي