د ډونلډ ټرمپ او كم جونګ ترمينځھ يو وارې بيا ملاقات راروانو اونيو كښې امكان لري

واشنګټن۔ 19 جنوری(اے پی پی) سپينې مانړۍ وئيلي دي چې امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ به د فروروۍ په مياشت كښې د قطبي كوريا لارښود كم جونګ سره يو وارې بيا ملاقات كوي۔ دې اعلان څخه وړاندې د قطبي كوريا استازي كم يانګ چول اولس مشر ټرمپ سره سپينه ماڼړۍ كښې ملاقات وكړو۔ د تېركال جون مياشتې په مهال سنګاپور كښې شوي تاريخ ملاقات كښې امريكائي اولس مشر قطبي كوريا سره د جوهري وسلې څخه د لاس په سر كېدو خبره كړې وه ولې دغې ملاقات څخه وروستو په دې لړ كښې ډېر كم پېشرفت وشو۔ جنرل کم یانګ چول يو پخوانې استخباراتي افسر دے او دې د كم جونګ ښې لاس ګڼلې شي