کابل ۔ 19 جنوری (اے پی پی) د افغانستان او آئرلېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځھ سيريز د فرورۍ په 21 مه نېټه ټي ټونټي مېچ څخه پېل كېږي۔ د دواړو هېوادونو بورډز د روان كال شېډول انډین پریمیئر لیګ ترمخه د سيريز زر پېل كولو ته صلا شوي دي۔ ددواړو لوبډلو ترمينځھ به د 3 ټي ټونټي٬ 5 يو ورځني او 1 ټېسټ مېچ سيريز كولې شي۔ د وضعه كړې شوي شېډول ترمخه د دواړو لوبډلو ترمينځه ټي ټونټي سيريز به د فرورۍ په 21 مه نېټه پېل كېږي۔ دې څخه وروستو به د فرورۍ په 28 مه نېټه د دواړو لوبډلو ترمينځھ د 5 يو ورځني مېچونو سيريز كېږي۔ وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځھ يوازنې ټېسټ مېچ د مارچ مياشتې 15 مې نېټې څخه پېل كېږي۔ د افغانستان کرکټ بورډ چیف اېګزېکټو آفسر شفیق اللہ ستانک زئی وئيلي دي آئرلېنډ زمونږ په خواست مونږ سره مرسته وكړه د دوئي مننه كوو۔ ده ووئيل د آئرلېنډ په ضد ون ډې سيريز سره به لوبغاړو ته د نړيوال كپ تيارۍ موقع ترلاسه شي