د عرب مشرانو كنفرنس د جنورۍ په 19 مه نېټه لبنان كښې كېږي

بېروت ۔ 17 جنوری (اے پی پی) لبناني اولس مشر مېشال عون اعلان كړې چې د اقتصادي او سماجي پرمختيائي عرب مشرانو كنفرنس به د ټاكلي پروګرام له مخې د جنورۍ په 19 او 20 مه نېټه بېروت كښې كیږي۔ دې كنفرنس لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي ۔ لبنان د عرب لارښودو هركلي له چمتو دے۔ بلخوا د تيونس اولس مشر لبناني اولس مشر ته په 31 مارچ تيونس كښې كېدونكي د عرب مشرانو كنفرنس كښې ګډون كولو له بلنه لېږلې ده۔ لبناني اولس مشر وئيلي دي د تيونس اولس مشر به بېروت كښې كېدونكې د عرب مشرانو غونډه كښې ګډون كوي