د وېسټ انډيز او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځھ اولنې ټېسټ مېچ د جنورۍ په 23 مه نېټه پېل كېږي

کنګسټن ۔ 17 جنوری (اے پی پی) د وېسټ انډيز او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځھ د درې ټېسټ مېچونو سريز اولنې مېچ د جنورۍ 23 مې نېټې څخه برج ټاؤن كښې پېل كیږي۔ مېلمنه لوبډله به د خپلې دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد د درې ټېسټ مېچونو ٬ 5 يو ورځنو او د 3 ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د وېسټ انډيز او انګلېنډ ترمينځھ اولنې ټېسټ مېچ به 23 څخه تر 27 جنوری، دوهم ټېسټ مېچ به 31 جنورۍ څخه تر 4 فروری او درېم او وروستې ټېسټ مېچ به 9 څخه تر 13 فرورۍ كولې شي۔ د انګلېنډ او وېسټ انډيز ترمينځھ اولنې يو ورځنې مېچ به د فرورۍ په 20 مه نېټه ٬ دوهم په 22 مه نېټه ٬ درېم په 25 مه نېټه څلورم په 27 مه نېټه او پنځم او وروستې يو ورځنې مېچ به د مارچ په 2 مه نېټه كولې شي۔ دې څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز كولې شي۔ په دې لړ كښې به اولنې مېچ په 5 مارچ ٬ دوهم په 8 مارچ او درېم په 10 م مارچ كولې شي