په بنګله دېش پريميئر ليګ كښې (نن) دوه نور مېچونه كېږي

سلهټ ۔ 17 جنوری (اے پی پی) بنګله دېش پرېمیئر لیګ (بی پی اېل) كښې د زيارت ورځې دمې نه وروستو نن د جمعې په ورځ نور دوه مېچونه كېږي۔ د ډھاكه ډائنامائټس لوبډلې د پرله پسې فتوحاتو لړۍ روانه ده او تر دې دمه دې لوبډلې ته ماتې نه ده شوې۔ د تفصیلاتو لمخې بنګله دېش كښې روان ليګ كښې د لوبډلو ترمينځھ خوندورې مقابلې روانې دي۔ لیګ كښې د زيارت ورځې دمې نه وروستو نن د جمعې په ورځ نور دوه مېچونه كېږي۔ په اولني مېچ كښې به مقابله د ډھاکھ ډائنامائټس او سلهټ سکسرز لوبډلو ترمينځھ وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ليګ فائنل به د فرورۍ په 8 مه نېټه كولې شي