پورټ الزبتھ ۔ 17 جنوری (اے پی پی) د سوئيلي افريقا او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځھ د يو ورځني نړيوال مېچونو سيريز اولنې مېچ سبا د خالي په ورځ پورټ الزبته كښې كېږي ۔ پاكستانۍ كركټ لوبډله په ټېسټ سيريز كښې د عبرتناكې ماتې څخه وروستو اوس د يو و رځني مېچونو سېريز كښې د پروټيز چېلنج سره مخ ده۔ پاكستان په ټېسټ سيريز كښې د پروټیز دلاسه 3-0 سره وائټ واش سره مخ شوې۔ د دواړو لوبډلو سرلوبغاړو د يو ورځني مېچونو سيريز كښې كاميابۍ لپاره بيانونه وركړې دي او هيله ده چې مېچ كتونكو ته د يوې سختې مقابله كتلو موقع په لاس ورشي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دا سيريز به ډېر سخت وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د يو ورځنو نړيوالو مېچونو سیریز وړومبې ميچ به سبا د خالي په ورځ په 19 جنوری پورټ الزبتھ سټیډیم كښې كېږي، دويم میچ به په 22 جنوری ډربن كښې كېږي، دريم ميچ به په 25 جنوری سنچورین كښې كېږي ، څلورم ميچ به په 27 جنوری جوهانسبرګ كښې كېږي دغسې 5م او آخري میچ به په30 جنوری كیپ ټاؤن كښې كېږي۔ دې نه وروستو به ددواړو لوبډلو ترمينځھ د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سېريز اولنې مېچ د فرورۍ په وړومبۍ ٬ دوهم په درېمه فرورۍ او دريم او وروستې مېچ به د فرورۍ په شپږمه نېټه كولې شي