د سوئيلي آفريقا او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د يو ورځني مېچونو سيريز د جنورۍ 19 مې نېټې څخه كېږي
پورټ الزبتھ ۔ 16 جنوری (اے پی پی) د سوئيلي افريقا كركټ لوبډلې نومړي لوبغاړي هاشم آمله وئيلي دي ګرين شرټس ته په اولني ورځني مېچ كښې ماتې وركولو سره به سېريز په فاتحانه ډول پېل كړو۔ ده ووئيل زما كركټ لوبډله فټ ده او په بشپړه فارم كښې د پاكستان په ضد د يو ورځني مېچونو سېريز پېل كولو ته سترګې په لار دي۔ ده ووئيل پاكستان په ټېسټ سيريز كښې كلين سوئپ كوكلو سره زما د لوبډلې په اعتماد كښې اضافه شوې ده او اوس د يو ورځني مېچونو سيريز كښې د پاكستان كلين سوئپ كولو عزم لري۔ ده ووئيل ګرين شرټس ته په اولني ورځني مېچ كښې ماتې وركولو سره به سېريز په فاتحانه ډول پېل كړو۔ بياهم ده خپلې لوبډلې ته غږ كړې چې ددې مقصد ترلاسه كولو له به ټولې لوبډلې له سخت محنت كول وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ددواړو لوبډلو ترمينځھ د يو ورځني مېچنو سيريز به د روانې مياشتې 19 مې نېټې څخه پېل كېږي۔ پاكستانۍ كركټ لوبډله په ټېسټ سيريز كښې د عبرتناكې ماتې څخه وروستو اوس د يو و رځني مېچونو سېريز كښې د پروټيز چېلنج سره مخ ده۔ پاكستان په ټېسټ سيريز كښې د پروټیز دلاسه 3-0 سره وائټ واش سره مخ شوې۔ د يو ورځنو نړيوالو مېچونو سیریز وړومبې ميچ به په 19 جنوری پورټ الزبتھ سټیډیم كښې كېږي، دويم میچ به په 22 جنوری ډربن كښې كېږي، دريم ميچ به په 25 جنوری سنچورین كښې كېږي ، څلورم ميچ به په 27 جنوری جوهانسبرګ كښې كېږي دغسې 5م او آخري میچ به په30 جنوری كیپ ټاؤن كښې كېږي۔ دې نه وروستو به ددواړو لوبډلو ترمينځھ د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سېريز اولنې مېچ د فرورۍ په وړومبۍ ٬ دوهم په درېمه فرورۍ او دريم او وروستې مېچ به د فرورۍ په شپږمه نېټه كولې شي