كابل 15 جنوري (اے پي پي) افغان طالبانو تېره ورځ په كابل كښې د شوې بمي چاودنې ذمه وارې قبوله كړې ده۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د هېواد د حفيه اېجنسې پخواني مشر امرالله صالح د كورنيو چارو د وزير په توګه د ټاكل كېدو په ضد د بريدونو د لړې روانې ساتلو اعلان كړے۔ صالح د طالبانو سخت مخالف ګڼل كېږي۔ د يادونې وړ ده چې د ګل په ماښام په كابل كښې په بمي چاودنه كښې څلور كسان مړه او د سلو نه زيات ژوبل شوي وو