لاهور 15 جنوری (اے پی پی) د پاكستان او جنوبی افریقه ترمينځه د 5 يو ورځنو نړيوالو میچونو سیریز به 19 جنورۍ څخه پيل كېږي۔ پاكستانۍ كركټ لوبډله په ټېسټ سيريز كښې د عبرتناكې ماتې څخه وروستو اوس د يو و رځني مېچونو سېريز كښې د پروټيز چېلنج سره مخ ده۔ پاكستان په ټېسټ سيريز كښې د پروټیز دلاسه 3-0 سره وائټ واش سره مخ شوې۔ د يو ورځنو نړيوالو مېچونو سیریز وړومبې ميچ به په 19 جنوری پورټ الزبتھ سټیډیم كښې كېږي، دويم میچ به په 22 جنوری ډربن كښې كېږي، دريم ميچ به په 25 جنوری سنچورین كښې كېږي ، څلورم ميچ به په 27 جنوری جوهانسبرګ كښې كېږي دغسې 5م او آخري میچ به په30 جنوری كیپ ټاؤن كښې كېږي۔ دې نه وروستو به ددواړو لوبډلو ترمينځھ د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سېريز اولنې مېچ د فرورۍ په وړومبۍ ٬ دوهم په درېمه فرورۍ او دريم او وروستې مېچ به د فرورۍ په شپږمه نېټه كولې شي