راسلامي پرمختيائي بېنك لخوا فلطسين لپاره 15 ملين ډالر بېل كړې شول

جدہ ۔ 15 جنوری (اے پی پی) د اسلامي پرمختيائي او الاقصی انتظامي كمېټۍ لخوا فلطسين كښې د روغتيا او زده كړو څانګې لپاره 1 کروړ 53 لکھ ډالره رقم بېلېدل اعلان شوي دي۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز ترمخه د الاقصٰی او القدس فنډ انتظامي كمېټۍ غونډه تېره ورځ د سعودي عربستان جده ښار كښې وشوه۔ غونډه كښې د سعودي عرب اسلامك عرب فنډز چيئرمېن او دوهم وزير ناصر قطامي ګډون وكړو۔ د غونډې مشري د اسلامي پرمختيائي بېنك چيئرمېن انجینیر بن ابراهیم البسام وكړه۔ غونډې ته خپل خطاب كښې ناصر القطامی ووئيل د اسرائيلي رياست د غاصبانه قبضې په ضد د القدس وګړي مرستې ته اړتيا لري۔ ده زياته كړه چې د الاقصیٰ او القدس فنډ لخوا اسلامي پرمختيائي بېنك ته فلسطين كښې د زده كړو او روغتونو څانګو مالي مرستې له خواست وړاندې كړې شوې وو۔ ده ووئيل كال 2000ء څخه وروستو فلطسيني اتھارټي ته روغتيا ٬ زده كړو ٬ لوكل ګورنمنټ ٬ تعميرات او روزګار لپاره 1 ارب 38 کروړه ډالره د مرستې په توګه وركړې شوي دي