د سي پېك له مخې په ګودار پورټ كښې تر اوسه د 250 مليونه ډالرو سرمايه كاري شوې۔ چينائي سفارت

اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د چين پاكستان اقتصادي لارې ﴿سي پېك﴾ له مخې په ګودار پورټ كښې تر اوسه د 250 مليونه ډالرو سرمايه كاري شوې۔ په پورټ كښې 5 جديد كرېنونه لګول شوي دي٬ پورټ ته 2 لكه 20 ګيلن پاكې اوبه هره ورځ وركولې شي٬ په ګوادر كښې سېوېچ ډسپوزل سسټم او كارګو هېنډلنګ لپاره آلات هم لګول شوي دي۔ د چين د سفارت لخوا جاري شويو دستاوېزاتو له مخې په ګوادر كښې اقتصادي زونز عمل كېدو سره به په پاكستان كښې د صنعتي انقلاب لار هواره شي۔ د دستاوېزاتو له مخې ګوادر اېسټ بے اېكسپرېس وے پروژې 18.9 كلوميټره څلور لين په لويه لار كار روان دے۔ د دستاوېزاتو له مخې د چين پاكستان اقتصادي لار به معيشت لپاره ګېم چېنجر ثابته شي۔