د برتانيې وزيراعظمې د پېښور آرمي پبلك سكول په بريد كښې ژوندي بچ شوي زده كوونكي احمد نواز لپاره د پوائنټس آف لائټ ايوارډ اعلان وكړو

اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د برتانيې وزيراعظمې تهريسامې د پېښور آرمي پبلك سكول په بريد كښې ژوندي بچ شوي زده كوونكي احمد نواز لپاره د پوائنټس آف لائټ ايوارډ اعلان وكړو۔ هغه ته دا ايوارډ د انتهاخوښې په ضد د ځوان كاركن په توګه په خدماتو ترسره كولو وركړے شوے۔ هغه دا ايوارډ ترلاسه كوونكې درېم پاكستانې وګړې جوړ شوے۔ په پاكستان كښې د برتانيې هائي كميسون لخوا جاري شوي بيان له مخې احمد نواز د برتانيې په بېلا بېلو سكولونو كښې د ملګرو ملتونو لخوا په دستورو كښې زرګونو زده كوونكو ته وېنا كړې۔ هغه د انتهاخوښې په ضد د هڅو ډاډګېرنه كوي۔ د برتانيې وزيراعظمې د احمد نواز په نوم د يو خط د لارې د هغه خدمات ډېر قېمتي ګرځولي دي او وئيلي ئې دي چې د انتهاخوښې په ضد دا عزم او حوصله د ده ذاتي تجربو په بنياد ده۔ هغې ووئيل چې د انتهاخوښې مخ نيوي لپاره د قومي مشاورتي بورډ د غړي په حېث د ده ټاكنه د احمد نواز د مثبت كار اعتراف دے۔ احمد نواز ايواډ لپاره په نومولو د برتانيې وزيراعظمې مننه كړې۔ احمد نواز د برتانيې د كورنيو چارو په وزارت كښې كار كوي او په دې وروستيو كښې د انتهاخوښې مخ نيوي لپاره د جوړ كړې شوي مشاروتي بورډ غړے نومول شوے دے۔ ده د دې نه وړاندې نمبر ټول اېچ اېټ ايوراډ هم ترلاسه كړے