استنبول۔ 14 جنوری(اے پی پی) د فلسطینیانو د روغتيا حقونو په لړ كښې په نړيواله كچه د هېلت كيئر كونسل جوړېدل اعلان شوې دي۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز ترمخه د نړيوال هېلت كېئر كمېټۍ تاسيسي غونډه د تركيه استنبول ښار كښې وشوه۔ غونډه كښې په بهر هېوادونو كښې د فلسطينيانو د روغتيا او نورو حاجتونو په اړه تزويراتي منصوبه بندي اعلان كړې شوه۔ غونډه كښې د سباؤن لائحې په مرتب كولو او د كمېټۍ هدفونو ٬ ددې منصوبو او د فلسطين دننه او بهر فلسطيني طبي اسانيو سره په اړوند ګامونو غور وكړې شو۔ غونډې څخه وروستو ميډيا ته جاري كړې شوي يو بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا نړيواله هېلت كېئر كمېټي يو ګټوره اداره ده كومه به چې د فلسطيني اولس طبي حقونو له عملي كار كولو سره سره په نړيواله كچه ددوئي طبي حقونو له د بېدارۍ كمپائن هم چلوي۔ دا كونسل به د فلسطين دننه د طبي خذماتو ترسره كوؤنكې طبي عملې او ډاكټرانو په نړيواله كچه تربيه هم كوي۔ ډاکټر محمد الانصاری د كمېټۍ چيئرمېن غوره كړې شوې او ډاكټر خالد السلائمه، ډاکټر کریم الخالدی، ډاکټر محمد امین او ډاکټر مجدی کریم ته د تاسسيسي غړو درجه وركړې شوې ده