واشنګټن۔ 14 جنوری(اے پی پی)امریکائي اولس مشر صدر ډونلډ ټرمپ تركيه ته خبردارې وركړې دې كه هغې په سوريه كښې د امريكائي پوځ وتلو څخه وروستو دغلته په مېشته كرد مليشيا د بريد كولو هڅه وكړه نو مونږ به ئې په معاشي توګه تباه كړو۔ اولس مشر په خپلو دوه تويټر پېغامونو كښی ووئيل مونږ نه غواړو چې كرد دې ترك وپاروي۔ امريكائي اولس مشر سوريه څخه د پوځ د وتلو پرېكړې دفاع وكړه۔ ده ووئيل دداعش پاتې جنګيالي به د يو موجوده نزدې ځائې څخه په نښه كړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په قطبي سوريه كښې د شدت خوښي تنظيم داعش په ضد كرد ملييشيا امريكائي پوځ سره اوږه په اوږه جنګ كوي او تركيه دا فورس ترهګر ګرځوي