د پاكستان بلائنډ كركټ لوبډله به راروانه مياشت د سري لنكا دوره كوي

اسلام آباد ۔ 13 جنوری (اے پی پی) د پاكستان بلائنډ كركټ لوبډله به راروانه مياشت د سري لنكا دوره كوي۔ د خپلې دورې په مهال به پاكستان كركټ لوبډله د سري لنكا په ضد د درې يو ورځنو او درې ټي 20 مېچونو سيريز كوي۔ د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل ډائرېکټر مارکېټنګ او ورلډ بلائنډ کرکټ کونسل سینئر دوهم صدر سید محمد سلمان طارق بخاری د اتوار په ورځ “اے پی پی” سره خبرو كښې ووئيل د پاکستان او سری لنکا كركټ لوبډلو ترمينځھ سيريز به د فرورۍ 20 مې نېټې څخه تر مارچ 4 مې نېټې كولې شي۔ ده وئيل د سيريز تيارۍ لپاره د قومي بلائنډ لوبغاړو تربيتي كېمپ به د فرورۍ 10 مې نېټې څخه پېل كېږي