نابلس ۔ 13 جنوری(اے پی پی) اسرائيلي زندان كښې 16 كالو څخه د بنديوان ځوئي خوشې كېدو ته سترګې په لار مور د ځوي ليدو سره په حق ورسېده۔ د فلطسين د اطلاعاتو مركز ترمخه د الحاجة ام ابراهيم الخطيب ځوې كامل الخطيب تر 16 كلونو په اسرائيلي زندان كښې بنديوان پاتې شو۔ اوس اوس دې خوشې كړې شوې۔ د ځوي ليدو څخه وروستو رنځورې فلسطيني مېرمنې ووئيل چې زما د ژوندۍ پاتې كېدو يوه تمنا وه او هغه د خپل ځوئې خوشې كېدو نه وروستو د هغه ليدل وو۔ اولس زما دا تمنا پوره شوې۔ لږه شېپه وروستو دې په روغتون كښې ساه وركړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په اسرائيلي زندانونو كښې د زرګونو په شمېر د بنديوانو فلسطيني وګړو خوشې كېدو ته ددوئي خپلوان سترګې په لار دي۔