ختيځې سوريه څخه د تېرو 6 مياشتو په مهال 25 زره كسانو كډه كړې۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔ 12 جنوری(اے پی پی) د تېرو 6 مياشتو په مهال ختيځې سوريا څخه نزدې 25 زره كسانو كډه كړې ده۔ د ملګرو ملتونو ترمخه په سوريه كښې داعشيان دا مهال د خپلو پټو ځايونو دفاع كولو كښې بوخت دي او په دیر الزور صوبه كښې اوس هم تشدد روان دے۔ پناه اخستلو له دې سيمو څخه په تېښته وتلي 25 زره وګړي دا مهال د خوراك كمي سره مخ دي او دوئي په غېر سركاري كېمپونو كښې ژوند كوي۔ نړيوالې ادارې خبردارې وركړې دې چې دا صورتحال هم په تندۍ سره مخ په خرابېدو دې