وزيراعظم عمران خان سره د روغتيا نړيوالې ادارې ډائرېكټر جنرل ډاكټر ټېډ روس اېډهينم ګيبري اوسس٬د بل اينډ ميلنډ آګيټس فاؤنډېشن ګلوبل ډوېلپمنټ ډويژن ډاكټر كرسټو فرائلس وليدل

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د روغتيا نړيوالې ادارې ډائرېكټر جنرل ډاكټر ټېډ روس اېډهينم ګيبري اوسس٬د بل اينډ ميلنډ آګيټس فاؤنډېشن ګلوبل ډوېلپمنټ ډويژن ډاكټر كرسټو فرائلس د نهې پھ ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ليدلي دي ۔د ډبليو اېچ او كنټري آفس پاكستان لنډ مهاله مشر ډاكټر نيما سعيد عابد او د ډبليو اېچ او چيف اېډوائزر ډاكټر سېنټ فسيها هم موجود ؤ ۔د پاكستان د اړخه وفاقي وزير عامر محمود كياني٬د پوليو لپاره د وزيراعظم فوكل پرسن بابر بن عطاﺀ٬خارجه سېكتر تهمينه جنجوعه٬د صحت سېكتر كېپټن(ر)زاهد سعيد او نور چارواكي هم په دې موقع موجود وو