جاپان به روهنګيا كډوالو له بنګله دېش ته 51 لكه ډالره د مرستې په توګه وركوي

ټوکیو ۔ 8 جنوری (اے پی پی) جاپان به روهنګيا كډوالو له بنګله دېش ته 51 لكه ډالره د مرستې په توګه وركوي۔ د جاپان ابلاغ ذريعو لمخې خارجه وزارت به د ملګرو ملتونو د خوراك نړيوالې ادارې په لاس بنګله دېش ته د مرستې دا رقم وركوي۔ د وزارت وېنا ده چې د دې كډوالو نيم په نيمه شمېره د خوراك سخت كمبوت سره مخ ده چې لامله ئې ددوئي ژوند خطر سره مخ شوې دې۔ دې مرستې سره به د كروندګرو مرسته كولې شي دغسې چې دوئي كډوالو لپاره غلې وكري۔ بلخوا خارجه وزير تارو کونو د روهنګيا كډوالو مسئلې حل كولو كښې خپله خوښي ښكاره كړې ده