لبریول 07 جنوري (اے پي پي) د ګیبون حکومت وئيلي دي چې د حکومت د تختې د اپوټه كولو هڅې شنډې كړې شوې دي٬ په پوځ كښې ځينې عناصرو په اقتدار د قبضې كولو هڅه كړې خو كاميابه نه شوه۔ د فرانس خبر رسنې دارې د حكومت بيان په اړه وئيلي دي چې بغاوت كوٶنكي زياتره جونيئر عسكر نيول شوي دي۔ د ميډيا راپور له مخې د ګېبون په يو شمېر ښارونو كښې ټانكونه او پوځي دستې ګزمه كوي او كله كله ډزې هم وي۔ د يادونې وړ ده چې اولس مشر علي بېنګون په كال 2009 كښې اقتدار ترلاسه كړې ٶ خو د تېرو دوو مياشتو راهسې د درملنې په غرض په مراكش كښې دے۔