افغانستان٬ په بادغېس ولايت كښې د طالبانو په بريد كښې 21 كسان مړه ٬ 9 ژوبل شوي

کابل 07 جنوري (اے پي پي) د افغانستان په شمالي ختيز بادغېس ولايت كښې د طالبانو په بريد كښې 21 كسان مړه او 9 ژوبل شوي دي۔ د بادغيس د ولايتي شورا مشر عبدالعزیز بېګ له مخې دا پېښه په قادس اولسوالۍ كښې د اتوار په ورځ رامخې ته شوې۔ بلخوا د افغانستان د كورنيو چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په المار ولسوالې كښې په يو فضائي بريد كښې د دوه طالب كمانډرانو پشمول 29 جنګيالي وژل شوي دي۔