په تهائي لېنډ كښې په ټرافيكي پېښه كښې 6 كسان مړه او 50 ژوبل شوي

بنكاك 06 جنوري (اے پي پي) په تهائي لېنډ كښې په ټرافيكي پېښه كښې 6 كسان مړه او 50 ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې د تهائي لېنډ په ختيځه كهلونګ لوانګ سيمه كښې يو بس پېښې سره مخ شوے۔ دا بس د فنوم فرائې څخه بنكاك ته روان و كوم چې بې قابو كېدو سره چپه شو۔ په پېښه كښې 6 كسان مړه او 50 ژوبل شوي دي۔ ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي۔